سیمه ییز خبرونه

د افغان امنيتي ځواكونو په ملاتړ به ډاډمنې ټاكنې تر سره شي- سالنگي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت ټاكنو ته له بشپړې تيارۍ خبر وركوي.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنگي د دغه وزارت پر امنيتي تياريو د ډاډ پر څرگندولو سربېره وايي:

له وزارته نيولې ان تر قوماندانيو  پورې يو لړ بدلونونه رامنځته شوي، چې د ډاډمنو ټاكنو د تر سره كولو ښه زيرى يې بولو.

دغه راز كورنيو چارو وزارت ښاغلى عبدالرحمن رحيمي د بلخ ولايت د امنيه قوماندان په توگه ټاكلى  او د دې قوماندانۍ پخوانى قوماندان ښاغلى محمد سالم احساس ته د كورنيو چارو وزارت د پوليسو رياست سپارل شوى دي.

د بلخ امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي د فساد په وړاندې مبارزه خپل كاري لومړيتوب وگاڼه او د دې ولايت پر امنيتي خونديتوب يې  ټينگار څرگند كړ.

Trending

Exit mobile version