تازه خبرونه

د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته ناسم پوهاوی و – اسلامي امارت

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د هېواد په نیمروز ولایت کې د ایران او اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته د “سرحدي ناسم پوهاوي” له کبله رامنځته شوې وه.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګنده کړې، چې تېره ورځ (چارشنبه د لیندۍ ۱۰) د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د افغان او ايراني امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې اوس د دواړو غاړیو درولې ده.

هغه زیاته کړې، د دغه ناسم پوهاوي د مخنیوي او څېړنې لپاره د اسلامي امارت مسوولینو ته لازمې لارښوونې شوې دي.

د اسلامي امارت چارواکو زیاته کړې، چې په جګړه کې دواړو لوریو ته ځاني زیان ندی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کنګ په ولسوالۍ کې د سرحدي جګړې په اړه ویلي وه، چې د سرحدي چارواکو پر هڅو نښته پای ته رسېدلې او د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به هڅې وشي.

Trending

Exit mobile version