پرمختګ او بشپړتیا
د افغان او ترکي سوداګرو لخوا په کابل کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو
د افغان او تركي سودا ګرو لخوا څلورم نړ يوال نندار تون په كابل كي پرانيستل شو. افغان چارواكي وايي، دغه ډول نندارتونونه كولى شي، چې د سوداګرې ودې او د سوداګرو تر منځ د اړيكو د غښتلتيا زمينې برابرې كړي.
د افغان او تركي سوداګرو په دغه ګډ نندارتون كې د نږدې اويا افغاني او تركي شركتونو او كمپنیو توليدات، چې زياتره يې ودانیز او د كوچني صنعت وسايل وو، نندارې ته اېښودل شوي وو.
د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي، چې په افغانستان كې د تركي پانگوالو پاګونه د دواړو هېوادونو لپاره موثره تمامېږي.
هغه همدارنګه وويل، چې د تركي پانګوالو لپاره د پانګونې شرايط برابر دي او كولى شي په افغانستان كې د كانونو د استخراج په برخه كې پانګه واچوي.
په كابل كې د تركيې سفير اسماعیل ارامز وايي، دغه ډول نندارتونونه د افغاني محصولاتو او توليداتو د معرفي كولو او د سوداګريزو اړيكو د لاټينګښت زمينه برابروي.
په كابل كي د تركيي سفير همداراز وایي، چې دا ډول نندارتونونه ګټوردي هيله لرم، چي داسي نندارتونونه په تركيه كې هم جوړ شي ترڅو تركيه كې هم د افغان سوداګرو مالونه خلك وګوري او مونږ حاضر يو، چي په افغانستان كې په بېلا بېلو برخو كې پانګونه وكړو.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې عامل رئيس قربان حقجو وايي، له تركيې سره د افغانستان سوداګريزه راكړه وركړه د افغانستان پر اقتصاد مثبته اغېز كولى شي.
ټاكل شوې، چي دغه نندارتون څلور ورځي دوام وكړي او هرڅوك كولی شي ترېنه ليدنه وكړي.