سیمه ییز خبرونه
د افغان بسيم او بيات بنياد ۱۸ كاركوونكيو د حسابدارۍ مسلكي زده كړې تر سره كړې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغان بي سيم مخابراتي شركت او بيات بنياد اتلس كاركوونكيو ته د مسلكي حساب داري په برخه كې اته ورځنۍ زده كړې وركړشوې او د سې شنبې په ورځ(د وږي۱۲) پرې په يوه جوړه شوې غونډه كې تصديق ليكونه ووېشل شول.
د افغان بي سيم مخابراتي شركت رييس امين رامين دا ډول وركشاپونه د دې شركت د كاركوونكيو د كاري وړتياو د لوړولو لپاره خورا گټور ياد كړل.
د يادوني وړ ده، چي افغان بيسيم مخابراتي شركت د روان لمريز كال له پيل څخه تر اوسه د خپلو كاركوونكيو د وړتياوو د لوړلو په موخه د حسابدارۍ، د مديريت د اصولو، سوداگريزو اړيكو او بازار موندنې په برخو كې نږدي دوه سوه تنو ته مسلكي زده كړې وركړي دي.
د دغو وركشاپونو مالي چارې د امريكا د پرمختيا نړيوالې ادارې په غاړه دي.