سیمه ییز خبرونه
د افغان بسيم مخابراتي شركت ۳۴ كاركوونكي وروزل شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغان بسيم مخابراتي شركت ۳۴ كار كوونكيو، چې د ام، سي، اى، ټي، پي او اډوانس ليول اكسل په پروگرامونو كې روزنه تر لاسه او د سه شنبې په ورځ(د تلې ۹) پرې د فراغت اسناد ووېشل شول.
د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل:
د نړۍ پرمختللې تكنالوژۍ ته رسيدل ډېر اړين دي او د خپلو كار كوونكيو د وړتياوو د لوړولو هڅه كوو؛ ځكه، چې خلكو ته د افغان بي سيم مخابراتي شركت خدمتونه په ښه توگه وړاندې شي.
افغان بسم لومړنى مخابراتي شركت دى، چې له څه باندې يوې لسيزې را پديخوا د هېواد په څلور دېرش ولايتونو كې په ستر مخابراتي پوښښ فعاليت لري.
د دې شركت د مسوولينو په وينا، د دوى په سلو كې اته نوي چارې د افغانانو له خوا پر مخ ځي.