سیمه ییز خبرونه

د افغان بيسيم شركت يو شمېر كاركوونكي له دوه ښوونيزو پروگرامونو فارغ شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان بيسيم مخابراتي شركت د دې شبكې د افغان كاركوونكيو د په ځان بسيينې لپاره ښوونيز پروگرام په لار واچاوه. په دې پروگرام كې ۲۶ كسانو برخه درلوده.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين وايي، دغو كسانو ته د سنگاپوري استاد له خوا د معلوماتي تكنالوژۍ په اړه  زده كړې وركړشوې.

د ښاغلي امين رامين په وينا، د دغو پروگرامونو موخه دا ده، چې د افغان بيسيم مخابراتي شركت كاركوونكي په ځان بسيا شي.

د نوموړي په وينا، افغان بيسيم مخابراتي شركت د خپلو كاركوونكيو لپاره د مايكرويف سيستم د زده كړې پروگرام هم  تر سره كړ، چې په كې د دې شبكې د تخنيك د برخې ۱۳ كاركوونكيو گډون درلود.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت يو كاركونكى وايي، افغان بيسيم مخابراتي شركت غواړي، چې د دا راز ښوونيزو پروگرامونو له لارې د شبكې افغان كاركونكي په بهرنيانو باندې له تړلتيا پرته خپلې چارې پر مخ يوسي.

افغان بيسيم مخابراتي شبكه په افغانستان كې لومړنۍ مخابراتي شبكه ده، چې دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولايتونو كې په زيات پوښښ فعاليت لري.

Trending

Exit mobile version