پرمختګ او بشپړتیا

د افغان بیسیم شبکې رییس د ابن سینا روغتون له صدري څانگې سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ابن سینا روغتون صدري څانگه د طبي پرمختللیو وسایلو له لږوالي سره مخ وه، چې  د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د رییس امین رامین له خوا یې طبي عصري وسایل بشپړه شول.

 

ښاغلي رامین له دې روغتون سره د خپلو مرستو د څرگندولو تر څنگ وویل:

ابن سینا روغتون ته د وینې د فشار ټاکلو، د نبض لیدلو او د لیږد  نوروسایل او تجهیزات ور کړ شول.

د ابن سینا د صدري څانگې رییس عبدالغفور نیازي د دې څانگې د ستونزو او د ناروغانو د ډېرې مراجعې په پرتله له نورو خیریه ټولنو هم د مرستو غوښتنه وکړه.

د پارلمان غړي عبیدالله رامین له ستونزو څخه د وتلو یوازنۍ حللاره په ټولو اړخونو کې د خلکو په ځانگړي توگه دپانگوالو مرستې اړینې و گڼلې.

د ابن سینا روغتون صدري څانگه له څه نا څه نیمه پېړۍ راهیسې د زړه او تنفسي ناروغیو په درملنه کې د خلکو خدمت کوي او همدا اوس هره ورځ د مرکز او ولایاتو سل ناروغان تر درملنې لاندې نیسي.

Trending

Exit mobile version