تازه خبرونه
د افغان بیسیم مشر د استقلال روغتون د ناروغانو پوښتنه او له مسولینو یې ستاینه وکړه
د افغان بې سیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین د استقلال روغتون ته ورغی، هلته یې د روغتون له مسولینو او ناروغانو سره له نږدې وکتل.
هغه د ناروغانو پوښتنه وکړه، هغوي ته یې ګلونه ورکړل او په نغدي مرستو یې ونازول.
هغه د ناروغانو پوښتنه یو ښه فرهنګ وباله چې د ده په وینا د ناروغانو په روان ښه اغېز لري:
” نن د اختر له لمانځه وروسته مو وغوښتل چې په افغان بیسیم شرکت کې زما د همکارانو په نمایندګې په استقلال روغتون کې د ناورغانو پوښتنه وکړو او د دې ترڅنګ له هغو ډاکټرانو څخه چې په دې ورځ کې زحمت باسی، هم ستاینه وکړو.”
ښاغلي رامین د افغان بې سیم مخابراتي شرکت له کارکونکو او ټولو هېواد والو وغوښتل چې په اختر کې د ناروغانو پوښتنې ته ورشي څو د ناروغانو وضعت ښه او خپل عادي ژوند ته را وګرځي.
نوموړی د روغتون بیلابیلو څانګو ته ورغی او هغوي ته یې د دې تر څنګ چې وستایل ور سره یې نغدي مرسته هم وکړه:
“زموږ یوه هیله دا ده چې ټول هیوادوال ناروغان هیر نه کړي. له ناروغانو کتنه او لیدنه د هغوی په روح او روان ډير تاثیر لري.”
د استقلال روغتون سر طبیب ډاکټر محمد جاوید یوسف د اختر په ورځو کې د ناروغانو پوښتنه یو ښه فرهنګ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د ناروغانو په درملنه کې ور سره له دې لارې همکار شي.
د استقلال روغتون د جراحي څانګې ډاکټر جاوید اکبري په هر وخت کې د ناروغ پوښتنه ضروري کار بولي.
ټولنیز کارپوهان وایي، د ناروغ پوښتنه د دې تر څنګ چې اجر لري، کولای شي د ناروغ رواني ستونزه تر ډیره کمه کړي.