تازه خبرونه
د افغان بېسیم او افغان پست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او افغان پست تر منځ نن یکشنبه د کب ۸ یو داسې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې په ټول افغانستان کې مخابراتي، انټرنیټي او پستي آسانتیاوې برابرې شي.
د افغان بېسیم او افغان پست چارواکو د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، مخابراتي آسانتياوو، انټرنېټ او د پېرودونکیو د اړتياوو له مخې د پوستي آسانتياو پر برابرولو ټينګار څرګند کړ.
د هوکړه لیک له مخې به له دې وروسته هېوادوال د افغان پست له لارې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سیم کارتونه هم ترلاسه کولی شي.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د مسوولينو د څرګندونو له مخې، هېوادوالو ته کاري زمينه برابرول د دې هوکړه ليک د لاسليکولو له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.
د افغان پست عمومي مشر مولوي رحمت الله مکي ویلي، په ټول هېواد کې د کابل د ۲۶ پوستخونو په ګډون ۳۶۰ پوست خونې فعالې دي.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر علي الله سروري هېوادوالو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره د نوري فایبر د خدمتونو د وړاندې کولو یادونه هم وکړه.
نوموړی زیاتوي؛ له دې هوکړې سره به یو شمېر هېوادوالو ته کاري زمینه هم برابره شي.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د ساحوي زون مشر سليمان خرم وايي، چې د انټرنېټ د کیفیت د نور ښه والي او همدارنګه د انټرنېټ د بیې د راټیټولو لپاره کار روان دی.
سر بېره پر دې افغان بيسيم مخابراتي شرکت د دولتي ادارو په ساختماني برخه کې هم همکاري کړې او د دغه شرکت د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ په نورو برخو کې به هم د دغه مخابراتي شرکت همکاري له خلکو او دولت سره روانه وساتل شي.