سیمه ییز خبرونه

د افغان – تاجك په نفتي حوزه كې د دوه نفتي بلاكونو د استخراج نوى تړون لاسليك كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كانونو وزارت وايي، چې، تر راتلونكې يوې اوونۍ د افغان – تاجك په نفتي حوزه كې د دوه نفتي بلاكونو د استخراج تړون به له گټونكيو شركتونو سره لاسليك شي.

د وزيرانو شورا د تېرې دوشنبې د  ورځې(د وږي۲۵) غونډه ته  د كانونو وزارت د افغان- تاجك د نفتي حوزې د دوه نفتي بلاكونو د استخراج د هوكړې په اړه معلومات وركړل، چې تركي، كويټي او غضنفر شركتونو د راتلونكيو پېنځه ويشت كلونو لپاره گټونكي شمېرل شوي دي.

د كانونو وزارت معين عبدالجميل حارث وايي، چې له گټونكيو شركتونو سره د تړون د شرايطو له مخې د استخراج له پيل څخه او د اصلي پانگونې له لاسته راوړلو وروسته  تر اووه كلونو پورې به افغانستان د دغو نفتو له استخراج څخه دولس اعشاريه شپږ سلنه گټه اخلي او له هغې وروسته به دغه گټه شپېته سلنې ته ورسيږي؛ خو  د وزيرانو شورا دغه وړانديز رد كړى دى.

وزيرانو شورا د وزارتونو تر منځ كميټې ته دنده وركړې، چې دغه تړون له سره وگوري.

د وزپرانو شورا په ډاگه كړې، چې شركتونه بايد اصلي پانگونه د پېنځه ويشت كلونو په موده كې بېرته واخلي.

په همدې حال كې د كانونو وزارت معين حارث وايي، چې د تړون په باب د نظر اختلافونه حل شوي او تر راتلونكې اوونۍ پورې به دغه تړون لاسليك شي.

دا په داسې حال كې ده، چې دوه كاله وړاندې د افغانستان د نفتو د استخراج لومړنى تړون له يو چينايي شركت سره لاسليك شو؛ خو تر اوسه د نامعلومو دليلونو له مخې د تفتو د استخراج چارې پيل شوې نه دي.

Trending

Exit mobile version