تازه خبرونه
د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه سعودي عربستان ته روانه شوه
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څرګنده کړې؛ د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته روانه شوه.
دغه کاروان نن سهار (یکشنبه د غبرګولي دوه ویشتمه ) د کابل له هوايي ډګر څخه آریانا افغان هوايي شرکت ولېږدول.
عربستان سږ کال یو میلیون حاجیانو ته د حج د مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکوي، چې څه باندې ۱۳ نیم زره یې د افغانستان دي.
د لومړي وزير دوه يم مرستيال عبدالسلام حنفي د کابل په هوايي ډګر کې د حاجيانو د سفر د پيل په مراسمو کې ويلي، چې سږ کال به له ١٣زره ډېر افغانان په سعودي عربستان کې د حج مراسمو ترسره کړي.
د سعودي اتباعو او اوسیدونکیو له تېرو دوه کرونایي کلونو راپدیخوا د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه درلوده او د نورو هېوادونو حاجي صاحبانو په کې ګډون ندی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د سږ کال د حج په مراسمو کې یو میلیون کسانو ته د ګډون اجازه ورکړه، چې ۱۳۵۸۲ به یې له افغانستان څخه وي.