سیمه ییز خبرونه

د افغان دولت د سولې وړانديزونه تل په ډله ييزو ځانمرگو بريدونو ځواب شوى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يو شمېر سياستوال او د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي:

هغه كسان، چې سوله نه غواړي بايد افغان دولت يې په وړاندې جگړه وكړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وسلوالو مخالفينو ته خبردارى وركوي، چې كه د سولې بهير ونه مني؛ نو له منځه به يې يوسي.

سياستوال احمد سعيدي وايي:

سولې ته د وسلوالو طالبانو د ناستې هڅې روانې دي؛ د پاكستان له زندانونو د يو شمېر طالب مشرانو خلاصون او په كابل كې د څرخي پله او بگرام له  زندانونو د وسلوالو طالبانو د مهمو كسانو خوشې كيدل او په قطر كې د وسلوالو طالبانو لپاره د سياسي دفتر پر پرانيستنې د افغان ولسمشر حامد كرزي او د امريكا د ولسمشر بارك اوباما هوكړه له وسلوالو طالبانو سره د كابل د سولې د هڅو څرگندې بېلگې دي.

د ولسي جرگې غړې شكريه باركزرۍ وايي:

وسلوال طالبان د افغان دولت د سولې دغو هڅو ته بېلا بېل غبرگونونه ښيي، چې پرمهمو دولتي كسانو او دولتي ځايونو ځانمرگي بريدونه يې ښاره بېلگې گڼل كيږي.

د ولسي جرگې غړى عاشق الله وفا وايي:

تر ټولو تازه پېښه د تېرې چارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۷) د كابل په زړه كې د ملي امنيت د يوه رياست مخې ته د شپږو ځانمرگو بريد كوونكيو د بريد هڅه وه، چې د امنيتي مسوولينو په وينا ايله يو تن وكولى شول په ځان پورې تړلي چاوديدونكيو توكو ته چاودنه وركړي او پېنځه نورد افغان سرتېرو په ډزو كې ووژل شول.

افغان ولسمشر حامد كرزي د افغان امنيتي ځواكونو ستاينه كړې، چې په ډېر لږ وخت كې يې پېنځه بريد كوونكي له پښو وغورځول.

داسې نيوكې هم موجودې دي، چې استخباراتي بنسټونه كمزوري عمل كوي.

د كورنيو چارو وزارت په وينا افغان دولت يوازې له هغو كسانو سره د سولې خبرې كوي، چې د افغانستان اساسي قانون ومني او له ترهگرۍ لاس واخلي.

Trending

Exit mobile version