سیمه ییز خبرونه

د افغان دولت په وړاندې جگړه په پټه رهبري كيږي- سياف

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جگړو دوام او د ځانمرگو بريدونو زياتوالي د سيمې او نړۍ د ۲۴ اسلامي هېوادونو عالمان او ديني مشران د سې شنبې په ورځ(د تلې ۲) په كابل كې را غونډ كړل.

د مجاهدينو يو جهادي مشر عبدالرب رسول سياف په دې يو ورځني كنفرانس كې وويل:

د افغانستان خلك د نړيوالو توطيو قرباني دي. څوك، چې له مونږ سره جگګيږي آلې دي، د جاهليت له وجې په څه نه پوهيږي؛ خو څوك، چې له مونږ سره هدف لرونكې جگړه كوي، د پردې تر شا دي او پلانونه جوړوي. څوك، چې ځانمگي كوي، پر حكم يي نه پوهيږي.

په غونډې كې د ولسمشر حامد كرزي پيغام د سولې عالي شورا مرستيال  عطالله لودين ولوست، چې په كې راغلي:

په افغانستان كې د جگړو د وام بهرنيانو ته زمينه برابره كړې، چې په دې هېواد كې لاسوهنې وكړي.

د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني وايي:

د ځينو هېوادونو د عالمانو دا فتوا، چې په افغانستان كې د بې گناه وگړيو وژل كيدل روا عمل بولي، زيات فكر كولو  ته اړتيا لري.

په همدې حال كې د اسلامي هېوادونو د همكاريو د سازمان مسوول آيدين نورحان وايي:

مونږ په اسلامي هېوادونو په ځانگړي توگه افغانستان كې د تاوتريخوالي پر دوام خوشيني يو.مونږ بايد له اسلام څخه يو سم تعبير ولرو، چې وكړاى شو پر بنسټ يي روان اختلافات پاى ته ورسوو.

دا نړيواله ناسته، چې د سولې عالي شورا او د افغانستان د ديني عالمانو د سراسري شورا له لوري په كابل كې جوړه شوې، موخه يي دا ده، چې په افغانستان كې پر روانو امنيتي ستونزو او ننگونو بحث او خبرې وې.

Trending

Exit mobile version