سوداگري

د افغان سوداګرو لوړپوړي پلاوي روسیې ته سفر کړی

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته تللی دی.

د افغانستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سياسي اړيکو پياوړتيا او پراختيا مسکو ته د دغه پلاوي د سفر اصلي موخه ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی وايي؛ په دې سفر کې دوی هڅه کوي، چې له سترو روسي شرکتونو سره د غنمو، غوړیو او نفتي توکو په ګډون د خامو توکو د پېرلو څو تړونونه لاسلیک کړي او هیله لري، چې دغه سفر به مثبتې پایلې ولري.

نورالد ین عزیزي وايي، د اسلامي امارت پلاوی به په دې سفر کې د روسیې د کرنې، انرژۍ، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو له چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه سفر به د افغانستان د خلکو لپاره مثبتې پایلې ولري.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي، چې افغانستان د امریکا تر بندیزونو لاندې دی  او د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخېدل دواړو هېوادونو ته ګټه رسولی شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي؛ مسکو ته د صنعت او سوداګرۍ د وزیر سفر په اوسني وضعیت کې ځانګړی اهمیت لري. مونږ باید له ټولو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات رامنځته کړو او له دې فرصتونو څخه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار واخلو.

دا پلاوی په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د خوراکي او نفتي توکو بیې  ډېرې لوړې شوې دي.

Trending

Exit mobile version