سوداگري

د افغان سوداګرو ۲۸ بنسټونو په ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون کې ګډون کړی

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۹)

د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال څلور ورځنی نندارتون، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د فبروۍ پر ۲۱ مه نېټه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړ شوی؛ په کې د نړۍ د ۸۵ هېوادونو د کمپنیو ترڅنګ له افغانستان څخه هم د تولید، پروسس او سوداګرۍ ۲۸ بنسټونو ګډون کړی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ډاګه کړې؛ د دې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا مشر حبیب الله حبیبي ویلي، چې یاد نندارتون افغان سوداګرو ته یو مهم او استثنایي فرصت دی، چې وکولی شي نړیوالو ته د افغانانو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په پېژندنه کې خپلې هڅې تر سره کړي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغان سوداګرو د امریکا نړېوالې ادارې (یو اس ای آی ډي) پر مرسته او د کرنې وزارت پر ملاتړ په دې نندارتون کې ګډون کړې او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي. په دغو محصولاتو کې زعفران، وچې مېوې، طبي بوټي، شات، پروسس شوې مېوې او لسګونه ډوله نور محصولات ننداریز شوي دي.

د ګلفوډ نړیوال نندارتون د نړۍ په کچه د خوړو په برخه کې له سترو نندارتونونو څخه دی، چې د نړۍ د څه باندې ۸۵ هېوادونو سوداګر له خپلو محصولاتو سره په کې هر کال ګډون کوي، چې لسګونه زره نندارچیان او سوداګر ترې لیدنه کوي.

سرچینې په ډاګه کړې؛ تېرکال هم افغان سوداګرو د یو اس ای آی ډي او کرنې وزارت پر مرسته او همکارۍ په دې نندارتون کې ګډون کړي و.

په دې نندارتون کې له افغان محصولاتو هرکلی شوی او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په برخه کې یې د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو تړونونه لاسلیک کړي دي.

سږکال هم د یادو ادارو پر ګډو هلوځلو سره له دې، چې د کرونا وبا محدویتونه شته؛ خو په دې نندارتون کې افغان سوداګرو ته د ګډون زمینه برابره شوه او یاد سوداګر له افغانستان څخه لسګونه ډوله حیواني او کرنیزمحصولات نندارې ته وړاندې کړل او هیله داده، چې افغان سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور په برخه کې ښه تړونونه ترلاسه او لاسلیک کړي.

Trending

Exit mobile version