تازه خبرونه

د افغان سوداگرو میرمنو د ستونزو د حل لپاره د بریتانیا له سفارت سره خبرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان صنعت کارې او سوداگرې میرمنې له حکومته غواړي، چې تولیداتو ته یې مناسب بازار پیدا او د سوداگریزو فعالیتونو په وړاندې یې شته ستونزې اوارې شي.

دوی وایي، تولیداتو ته یې مناسب بازار نشته او له نورو گڼو ستونزو سره هم مخامخ دي.

دغه میرمنې وایی، حکومت د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هیڅ پروگرام نه لري.

د دوی په وینا؛ د افغان سوداگرو میرمنو د فعالیت لپاره امنیت له سختوننگونو څخه دی؛ خو حکومت باید د دغو ستونزو تر څنگ، چی کوم مسوولیتونه د دوي اړوند دي، تر سره کړي، چې تر اوسه نه دي تر سره شوي.

سوداگرو میرمنو په ډاگه کړه، چې له ستونزو سره سره بیا هم میرمنو تر یوه بریده کار کړی؛ خو دولت یې باید تشویق کړي، چې حکومت دا کار نه دی کړی.

د دوی په اند، د میرمنو د اقتصادی پرمختگ او پراختیا لپاره باید زیات کار وشي، چې ستونزې یې راکمې شي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت د افغان سوداگرو او صنعت کارو میرمنو ستونزې مني؛ خو وایی، د افغان سوداگرو میرمنو د تشویق او د دوی د ستونزو د اواري له پاره می په کابل کي د بریتانیا له سفارت سره خبرې پیل کړي، چې د افغان سوداگرو میرمنو شته ستونزې حل شي.

په لویو ښارونو کې د ښځو د صنایعو او تولیداتو لپاره د مارکیتونو جوړول د افغان سوداگرو میرمنو له ټولیزه غوښتنه ده.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version