تازه خبرونه
د افغان سولې پاکستانی استازی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
د منصور احمد خان د ټویټ له مخې: د افغانستان د سولې په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن سهار له افغان چارواکو سره د سولې په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی.
نوموړي څرګنده کړې، چې صادق به د خپل سفر په بهیر کې پر امنیتي او نورو اړوند مسلو هم خبرې وکړي.
د صادق سفر پوره دوه اوونۍ له هغې وروسته ترسره کیږي، چې د یوه بل پاکستاني پلاوي پیل شوی سفر د کابل په هوایي ډګر کې د امنیتي ګواښونو له امله لغو شو.
د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د پاکستان د استازیو جرګې مشر اسد قیصر او ورسره مل پلاوی یې اړ شو، چې د کابل په هوایي ډګر کې د چاودیدونکیو توکو له کشف وروسته د افغانستان له فضایي حریمه بېرته اسلام آباد ته ستون شو.
د اسد قیصر الوتکه هغه مهال، چې ناټو د کابل ښار په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د چاودیدونکیو توکو له موندلو خبرداري کړ؛ نو الوتکه یې بېرته پاکستان ته ستنه شوه.
ټاکل شوې وه، چې قیصر د درې ورځو لپاره کابل ته سفر وکړي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، په هوایي ډګر کې دغه چاودیدونکي توکي له څو کلونو پاتې ول.
د افغان سولې لپاره د پاکستان د استازي په مشرۍ پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې ویل کیږي تېره ورځ د شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یو طالب پلاوی پاکستان ته تللی، چې له خپلو مشرانو څخه د استانبول په ناسته کې د ګډون یا نه ګډون په اړه مشوره واخلي.