تازه خبرونه

د افغان سکهانو دوه یمه ډله د چارشنبې پر ورځ له هېواده وځي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

ټاکل شوې د افغانستان د سکهانو دوه یمه ۱۸۰ کسیزه ډله هم د چارشنبې پر ورځ له هېواده هند ته ولاړه شي.

هندي رسنیو په ډاګه کړې؛ کیدی شي دوی په کابل کې د داعش د هغه ځانمرګي برید او چاودنو د قربانیانو خپلوان وي، چې تېر مارچ د دوی پر درمسال ترسره شو او لږ تر لږه یې ۲۵ افغان سکهان ووژل.

د هندي سکهانو ټولنې ورسره د همکارۍ ژمنه کړې او تر دې دمه یې ۱۱ سکهان له افغانستان څخه ایستلي دي.

د سکهانو لومړۍ ډلې د نیدان سینګ ساچوا په ګډون، چې په جون کې له پکتیا تښتول شوې و، تېره میاشت له کابل څخه ووت.

د دهلي د درمسالونو د مدیریت کمیتې مشرماجندر سینګهـ سیرسا یوې سنګاپوري رسنۍ ته څرګنده کړې وه؛ مونږ به د دوی له کورنیو سره له خپلې وسې سره سمې مرستې وکړو. مونږ د هغوی د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې هم همکاري کوو.

دغه راز د سکهانو ټولنې اجرائیوي مشر جاګدیپ سینګهـ تایمز اف انډیا ته په ډاګه کړې، چې دغه ټولنه له هغو افغان سکهانو او هندوانو سره مرسته کوي، چې غواړي د ډاډمنو اسنادو له مخې افغانستان پریږدي.

هغه زیاته کړې، چې دې ټولنې تر دې دمه د افغان سکهانو او هندوانو ۳۵۰ غوښتنلیکونه تر کار لاندې نیولي، چې هند ته یې راولیږدوي.

تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې په افغانستان کې له ۸۰۰۰۰ ډېرو سکهانو او هندوانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډاډمن ژوند کاوه؛ خو ډېري یې په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د وخت د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته له هېواده کډې بار کړې او ووتل.

ځینو یې ​​د طالبانو او په ځانګړي توګه د نوي نظام له رامنځته کیدو سره د آرام ساه واخیسته او بېرته هېواد ته راستانه شول او حکومت هم افغان سکهان بېرته راستنولو ته وهڅول؛ خو په وروستیو کلونو کې د داعش لخوا پرې بریدونه ترسره شول او اوس په هېواد کې له ۷۰۰ لږ سکهان ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version