تازه خبرونه
د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته رسیدلی-ګاردین
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی؛ د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی، چې د افغانستان د سولې د بهیر او د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.
ورځپاڼې دا هم په ډاګه کړې؛ د طالبانو دننه دوه سرچینو ورته ویلي، چې په قطر کې د طالبانو درې استازي د چهارشنبې په ورځ په دې موخه پاکستان ته لاړل، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو یوه جګپوړي استازي ګارډین ته ویلي، په سفر تللی طالب پلاوی به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
اسوشیتید پریس ورځپاڼې پاکستان ته د تللي پلاوي په اړه لیکلي، چې په دې پلاوي کې د وخت د اسلامي امارت دوه وزیران هر یو ملا سلام حنفي، ملاجان محمد او دغه راز په پاکستان او عربستان کې د طالبانو پخوانی سفیر مولوي شهاب الدین دلاور ګډون کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ یو ځل بیاټینګار کړی،چې هېواد به یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د دې هېواد د سولې په بهیرکې خپلې هڅې جاري وساتي.
ددغه وزارت ویاند نفیس زکریا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره سیاسي خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار بللې او په دې لړکې یې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیکول ښه بېلګه نومولې ده.
نفیسزکریا دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوونیزې غونډې خبریالانو ته کړي دي.
د یادونې وړ ده، چېګارډین ورځپاڼې له دې مخکې روانه اوونۍ په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پټې خبرې هم افشا کړې دي.
پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له سفر مخکې په راپورونو کې ویل شوي وه، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو بل پړاو به په سعودي عربستان کې تر سره کېږي.