تازه خبرونه

د افغان فلم د دوه فلمي کارمندانو مړي وپېژندل شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۰)

د افغان فلم دوه فلمي کارمندانې، چې له پرونۍ چاودنې وروسته ورک شوي وه؛ نن د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۳ عدلي طب پېژندلي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د طیبه موسوي او فاطمه محمدي کورنیو، چې له تېرې وځې راپدیخوا یې د خپلو ځوانو لوڼو په لټه کې ول؛ نن یې څرګنده کړه، چې د دوی د ورکو شویو لوڼو جسدونه په عدلي طب کې پېژندل شوي دي.

دو دوه ځوانو نجونو پرون د کابل په لویدیځ کې له یوې چاودنې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغان فلم دغه دوه کارمندان دومره سوځیدلي وه، چې د عدلي طب له همکارۍ پرته د دوی مړي د پېژندو نه ول.

طیبه د افغان فلم لوبغاړې او د یو فلم پر جوړولو یثې کارکاوه، چې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره له ناستې وروسته د علي جناح روغتون مخې ته د لارې په لومړۍ چاودنه کې ووژل شوه.

خور او مور یې د هغې مړی په عدلي طب کې له یوې ګړۍ وروسته وپېژانده. طیبې په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ زدکړې کولې او په افغان فلم کې یې نوی کار پیل کړی و. هغه بې پلاره وه او خپلې کورنۍ ته یې د یو کپ ډوډۍ د پیراکولو لپاره هڅې کولې.

پرون غرمه دوه بجې دوه بجې د کابل د شپږې او دیارلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې پر دوه تونس موټرو دوه چاودنې وشوې؛ اووه ملکي کسان یې ووژل او شپږ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version