سیمه ییز خبرونه

د افغان لاسي صنايعو د ودې لپاره ۵۸۰ زره دالرځانگړي شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پانگونې لپاره د آسانتياوو د برابرولو يا حركت اداره وايي:

د افغانستان د لاسي صنايعو د وضيعت د ښه والي لپاره د سوداگرۍ او صنايعو وزارت ته ۵۸۰ زره دالر په واك كې وركړ شوي دي.

د سواگرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينوارى وايي:

درې لسيزې وړاندې په نړۍ كې د افغانستان لاسي صنايع له سترو صادراتو څخه وې، خو اوس دا كچه را لويدلې ده.

ښاغلى شينوارى زياتوي، د لاسي صنايعو او توليداتو وده په اقتصادي برخه كې د افغانستان د ځان بسياينې په معنا ده او پر دې سره به په نړيوالو بازارونو كې د افغانستان ملي هويت وپېژندل شي.

د پانگونې لپاره د آسانتيا د برابرولو ادارې رييس نسيم اكبري وايي:

د سوداگرۍ او صنايعو له وزارت سره د مرستې موخه  د لاسي صنايعو د حالت ښه والى دى.

د ښاغلي اكبري په وينا، له دې مرستو يي اصلي موخه دا ده چې د لاسي صنايعو حالت ښه شي.

د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې د څرگندونو له مخې، د روان كال په تېرو شپږ مياشتو كې د افغانستان صادرات د تېر كال د ورته مودې په تناسب نږدې ۴۰ په سلو كې زيات شوي دي.

Trending

Exit mobile version