روغتيا

د افغان ماشومانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ونومول شو   

Published

on

په افغانستان کې بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه خوارځواکۍ او سینه بغل د ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده.

د دې ادارې په راپور کې راغلي: په تېره یوه میاشت کې ۱۳۵ ماشومان د سینه بغل ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. زمونږ سروې ښيي، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال تر ډسمبر پورې د افغانستان په ځینو برخو کې له نیمايي ډېرې کورنۍ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ندی موندلی.

د کابل په صحت طفل روغتون کې يو شمېر ماشومان، چې پر سینه بغل او خوارځواکۍ اخته دي، د کورنۍ غړي یې وايي، چې د بېوزلۍ له کبله یې ماشومان پدې ناروغیو اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر هم وايي، چې بېوزلي د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل دی.

 نوموړي زیاته کړې؛ افغانان له څو لسیزو راپدیخوا له بېوزلۍ او بېوسۍ سره مخ دي او د اسلامي امارت په پېنځه میاشتني حاکمیت کې یې شمېر ډېر شوی تدی.

بېوزلي او د ژمي سړې هوا د بېوزلو کورنیو لپاره د اقتصادي ستونزو ترڅنګ روغتیايي ستونزې هم را ولاړې کړي دي.

ناروغ لرونکیو ویلي، چې د کابل په صحت طفل یا اندرا ګاندي روغتون کې د ناروغو ماشومانو شمېر ډېر او طبي امکانات لږ دي.

د اسلامي امارت اړوند چارواکو ویلي؛ د روغتیا سکتور د دې ستونزو د حل لپاره کار کوي.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو سره سم د روغتیا نړیوالې ټولنې او نورو ادارو، چې د افغانستان وضعیت څاري خبر ورکړ؛ په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له کاره د لویدو په حال کې دی، خو نوی حکومت وایي؛ ستونزې شته او دوی هڅه کوي، چې دا ستونزې اوارې کړي.

Trending

Exit mobile version