تازه خبرونه

د افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راتیټه شوې نده

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۸, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د میرمنې د پیوستون له نړیوالې ورځې په داسې حال کې یادونه کیږي، چې افغان میرمنې د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو په ځانګړي توګه له کورني تاوتریخوالي سره مخ او ترې ځوریږي.

په کابل کې د مارچ اتمه د ښځو د پيوستون نړیواله نمانځل کیږي؛ خو د زهرا په څير زرګونه میرمنې د پیوستون له دې شعاره ډېرې لرې دي. د زهرا خاوند پر نشه يي توکو روږدی دی؛ درې میاشتې مخکې یې خاوند پر اور سوزولې او ډاکتران وايي، چې نیم بدن یې سوی دی.

زهرا  وایي، چې په وړوکوالي کې واده شوې ده.

دغه د تاوتریخوالي قرباني دمګړۍ په روغتون کې بسترده؛ خو څلور ماشومان یې بې برخلیکه پاتې دي.

بشري حقونو خپلواک کمیسیون مسوولینو د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د انځوریز نندارتون پرانیستی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهزاد اکبر وايي، چې له ښځو سره تاوتریخوالی ندی کم شوی او په دې وروستیو کې شپږ میرمنې په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې شبنم صالحي ويلي، چې افغان میرمنې جدي ستونزې لري؛ خو په سوله کې ونډه نلري.

ولسمشر اشرف غني وايي، چې افغان میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او هیڅوک نشي کولی د ښځو پر ځای پرېکړې وکړي.

له یوې خوا افغان میرمنې په روانو جګړو کې سختې کړول کیږي، خو له بلې خوا ځينې نورې بیا وېره لري، چې د سولې له راتګ سره به میرمنې یو ځل بیا ډډې ته شي اوله حقونه به یې زیان وویني.

Trending

Exit mobile version