ساینس او ​​ټیکنالوژي

د افغان نجونو روباتیک ډلې بنسټوالې د دوحې ټولنې جایزه وګټله

Published

on

د افغانستان د نجونو روباتیک ډلې بنسټوالې رویا محبوب د دوحې ټولنې کلنۍ جایزه وګټله.

 د افغانستان د نجونو روباټیک ډلې بنسټوالې رویا محبوب نن (شنبه د  وري ۶/ د مارچ ۲۶) د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني رویا محبوب ته د ۲۰۲۲ کال د دوحې د کلنۍ غونډې جایزه ورکړه.

رویا محبوب ټویټ کړی: زه ډېره خوشحاله او ویاړم، چې دا اړینه جایزه ترلاسه کوم. زه د جلالتمآب شیخ تمیم بن حمد ال ثاني څخه د هغه له ملاتړ او سخاوته په کلکه مننه کوم. غواړم له ټولو هغو خلکو څخه په کلکه مننه وکړم، چې دا مراسم یې جوړ کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ښځو ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ میرمن محبوب ته د دې لاسته راوړنې مبارکي وړاندې کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغان نجونو روباټیک ډله د آسیا د ۳۰ ساینس پوهانو، اختراع کوونکیو او پانګوالو په نوملړ کې راغله.

د افغان نجونو روبوټیک ډله تر دې دمه څو روباټونه جوړ کړي، چې په کې یو ساده وینټیلاټور ( د مصنوعي تنفس ماشین) عفوني ضد کوچنی روباټ، د زعفرانو پروسسوونکی او د غنمو د راټولولو ماشینونه جوړ کړي دي.

افغان روبوټ جوړونکې نجونې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته له هېواده ایستل شوې دي.

Trending

Exit mobile version