تازه خبرونه

د افغان وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته سفر وکړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۳)

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د دفاع وزارت د رهبرۍ پر سپارښتنه د وسلهوال پوځ لوی درستیز مرستیال مالې خان صدیق د وضعیت ارزونې لپاره د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی او فرضي کرښې ته نږدې یې د میشتو امنیتي ځواکونو له پوستو لیدنه کړې ده.

که څه هم پاکستان ته د امنيتي ځواکونو د خبرداري او ضرب الاجل له کبله په سيمو کې نښتې کمې شوي؛ خو بيا هم د وسله‌والو ځواکونو لوى درستيز مرستيال پاکستانيو ځواکونو ته د خبرداري په پيغام کې ويلي: مونږ د جګړې طرفدار نه یوو، که زمونږ د خاورې په یوه کونج کې کوم فایر هم وشي؛ نو زمونږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا ندي او سمدستي به ورته ځواب ورکوي.

له دې مخکې افغان سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي برید په ځواب کې د دوی پوځي مرکزونه پر نښه کړي دي.

ملي دفاع وزارت له برید ورویته ويلي وه، چې د پاکستان د تېري په ځواب کې سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پوځي مرکزونه پر درندو وسلو وویشتل.

له بلې خوا اسلامي امارت پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د هېواد له هوايي حریم یې ښکاره سرغړونه یاده کړه او ورسره یې خبرداری ورکړی، چې دا ډول بریدونه به د پاکستان لپاره ډېرې بدې پایلې ولري.

Trending

Exit mobile version