سیمه ییز خبرونه
د افغان ولسمشر وروستۍ نيوكې ښايي د افغانستان ثبات ته زيان واړوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
داسې برېښي، چې د كابل واشنګټن اړيكې يوه پېچلې حالت ته ننوتي دي. له امريكا څخه د افغان ولسمشر وروستيو نيوكو سياسي محفلونه اندېښمن كړي دي.
د كابل واشنګټن اړيكې د امنيتي سند پر سر د چڼو له پېل سره سم ترينګلې شوي دي.
افغانستان د نړيوالو مرستو ته اړ هېواد بلل كېږي او د توكيو په كنفرانس كې امريكا ژمنه وكړه، چې تر دوه زره شپاړسم كال پورې به هر كال د افغانستان له پوځ سره څلور ميليارده ډالره مرسته كوي.
پوځي كارپوه انورالحق علومي په دې باور دی، چې د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستۍ نيوكې ښايي د افغانستان ثبات ته زيان واړوي.
له دې ټولو سره سره د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ډاډه دى، چې د كابل او واشنګټن امنيتي تړون به لاسليك شي.
تر اوسه د افغان ولسمشر حامد كرزي د وروستيو نيوكو په باب امريكايي چارواكو غبرګون نه دى ښودلى.