سوداگري
د افغان – ټرانس پروژې د تخنیکي – اقتصادي څېړنو د پیل هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان اوسپنېپټلۍ ادارې د افغان – ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي څېړنو د پیل هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یادې ادارې څرګنده کړې؛ ازبکستان ته د دې ادارې چارسمبالي بختالرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي په خپل سفر کې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو د چارواکو تر منځ د افغان – ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د تخنيکي او اقتصادي مطالعاتو د پيل اړین هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه هوکړه ليک د افغانستان استازي بختالرحمن شرافت، د ازبکستان استازي او د هغه هېواد د ټرانسپورټ وزير ميرزا مئين اوغلي او د عربي متحده اماراتو استازي او د (ADL Ulanish) شرکت مشر الانش لاسليک کړ.
دغه شرکت د افغان – ټرانس اوسپنېېپټلۍ تخنیکي، ټولنیزې او اقتصادي څېړنې پهخپل مالي لګښت تر سره کړي، چې وروسته به د دغو څېړنو پایلې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان له مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداګرو سره د پانګونې د جلبولو لپاره شریکې شي.
په دې مراسمو کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو پلاوى به د چارشنبې پر ورځ (د کب دوهيمه) په تاشکند کې له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دې پروژې په اړه انلاين غونډه تر سره کړي.
د افغان ـ ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې تېریږي؛ منځنۍ او جنوبي اسیا نښلوي( دا پروژه له مزارشریف څخه پیلېږي او ۶۴۷ کیلومټره د سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې له پاکستان سره نښلیږي).
دا پروژه له ډېرو کلونو راپدیخوا تر بحث لاندې وه؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې لومړنۍ سروې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنېپټلۍ د تخنیکي ډلو له لوري بریالۍ ترسره او د غځېدا لار یې د اسلامي امارت کابینې پر یو کلن عملي پلان تصویب شوه، چې د پلي کېدا لپاره یې د افغانستان اوسپنېپټلۍ ادارې او اسلامي امارت ژمنتیا پوره روښانه ده.
د افغانستان اوسپنېپټلۍ اداره یو ځل بیا له هېوادونو، مالي بنسټونو او سوداګرو څخه وغوښتل، چې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ په پروژو کې پانګونه وکړي او دا اداره خپله دنده ګڼي، چې پانګوالو ته د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.