سیمه ییز خبرونه
د افغان ټولنې ښځې له رواني ناروغيو ډېرې اغېزمنې شوي
د روغتيا وزارت د پلټنو له مخې، ښځې د افغان ټولنې هغه قشر دى، چې د نرينه وو په پرتله دوه برابره په رواني ناروغيو اخته دي.
د دغو ناروغيو مهم لاملونه جگړه، د ژوند ناوړه شرايط، ناوړه دودونه او بيوزلي بلل شوې دي.
د رواني ناروغيو كارپوهان د ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو ډله ييزو بنستونو په كچه رواني مشورې د دغې ستونزې د كمولو غوره لار بولي.
په افغانستان كې د څو لسيزو جگړو د مالي او ځاني تلفاتو ترڅنگ زيات شمېر افغانان له روحي او رواني اړخه زيانمن شوي. ان تر دې، چې د افغانستان له نيمايي څخه ډېر نفوس پر دغې ناروغۍ اخته دي.
د روغتيا وزارت د رواني روغتيا څانگې مسوول بشير سروري وايي:
ښځې د نرينه وو دوه برابره رواني ستونزې لري.
روان پوهان په هېواد كې د دغې پلټنې په څرگنديدو اندېښمن شوي او لاملونه يې د څو لسيزو جگړه، رواني او فزيكي تاوتريخوالى، د پوهې د كچې ټيټوالى او ناوړه دودونه بولي.
د روان پوهې فرشتې قديس د څرگندونو له مخې:
په افغانستان كې په رواني ناروغيو د اخته كسانو ۹۸ سلنه خفيف رواني مشكلات لري.
د هېواد د پېنځه شمالي ولايتونو بلخ، بغلان، بدخشان، كندز او تخار د رواني ناروغيو كاركوونكيو د شنبې په ورځ(د مرغومي۲) په همدې اړوند يوه ناسته هم وكړه.