سیمه ییز خبرونه

د افغان پوليسو پر تشكيل او تجهيز دې له سره غور وشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، چې:

رامنځته شويو گواښونو او امنيتي ستونزو ته په كتو بايد نړيواله ټولنه د افغان پوليسو پر تشكيل او تجهيز له سره غور وكړي.

د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ وايي، چې:

د پوليسو اوسنى تشكيل د پولو د بشپړ امنيت په ټينگښت كې نيمگړى دى او د وسلو او تجهيزاتو د لږوالي له كبله زياتره ولسوالۍ او لويې لارې د وسلوالو مخالفينو له گواښونو سره مخامخ دي.

په افغانستان كې د ناټو قوماندان او د اروپايي ټولنې د پوليسو رييس وايي، چې له افغان ځواكونو سره اوږد مهالو مرستو ته تيار يو او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به هم په افغانستان كې پاتې شو.

له دوه زره څوارلسم كال وروسته كله، چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړه سر له اوسه له خلكو سره اندېښنې پيدا شوې دي.

د كورنيو چارو وزير مجتبي پتنگ كه څه هم په دې ډاډه دى، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې امنيت بحراني نه شي؛ خو اوسنيو امنيتي گواښونو او په سرحدونو كې امنيتي تشو ته په كتو له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغان پوليسو پر څومره والي او څرنگوالي له سره غور وكړي.

د هغه په وينا، له گاونډ هېوادونو سره د افغانستان يو زرو پېنځه سوه كيلو متره پوله د پوليسو له څار څخه بې برخې  ده او وسلوال مخالفين له دې تشې گټه اخلي او آزاد  له وېرې  پرته تگ او راتگ كوي.

د نومو ړي په باور، په افغانستان كې استخباراتي جگړه توده شوې او له دې جگړې سره د كلكې مبارزې لپاره په كار ده، چې نړيواله ټولنه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت نوې لس كلنې ستراتيژۍ ته پام له دوى سره همكاري وكړي.

په افغانستان كې د ناتو عمومي قوماندان جنرال دانفورد وايي:

زه د افغانستان راتلونكي ته هيله من يم  او ملاتړ مو له  تاسو سره دوام لري. موږ د افغانستان د سولي او امنيت لپاره ژمن يو او په  اوږد مهال كه به له تاسو سره يو ځاى وو.

په كابل كي د اروپايي ټولني د پوليسو مشر كارل اگر وايي:

كه څه هم زموږ  ژمنه  د ۲۰۱۴ م كال تر دسمبر پوري ده، خو  موږ به له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كي پاتې شو. په اروپايي ټولنه كي  پر دي بحث روان دى، چي موږ څه ډول  خپل ملاتړ ته دوام وركړو.

د ليزبن د پرېكړې له مخې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږ درې پړاوونه بشپړ شوي او څلورم او پېنځم پړاو دوام لري، چې تر دوه زره څوارلسم كاله به بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version