سیمه ییز خبرونه
د افغان ځانګړو ځواكونو لخوا شپني عمليات هېڅ ملكي تلفات نلري
د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواكونو ځانګړې قطعه له يو كال راهيسې د هېواد په څلور دېرشو ولايتونو كې عمليات كوي او نړيوال ځواكونه يوازې هغوى د عملياتو سيمې ته په الوتكو كې لېږدوي.
د لوى درستيز مرستيال جنرال محمد اكرم وایی:
افغان ځانګړی ځواكونه زياتره د شپې له پلوه د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د وسله والو مخالفينو په وړاندې عمليات كوي او د دغو ځواکونو لخوا شپني عملیات هیڅ ملکي تلفات نلری.
دا سرتېري په پرمختللو وسلو سمبالېږي او په هر ډول شرايطو كې عملياتو ته چمتوالى لري.
همدارنګه د ځانګړو ځواكونو د قطعې قومندان مولانا جلال الدين يفتلي وایی:
دا قطعه څلور كاله مخكې د ملي دفاع وزارت په چوكاټ كې رامنځته شوې، چې مخكې يې له نړيوالو ځواكونو سره يو ځاى د شپې په عملياتو كې برخه اخيسته او اوس په خپله په ځانګړي ډول د شپې د عملياتو وړتيا موندلې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې دمخه د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د بهرنيو ځواكونو لخوا د شپې د عملياتو په باب مخالفتونه ان تر ولسمشر حامد كرزي پورې ورسېدل.
خلكو شكايت كاوه، چې نړيوال ځواكونه د دوى رواجونو او كلتور ته پام نه نيسي.
دغې ځانګړې قطعې ته له اردو، پوليسو او ملي امنيت څخه كسان غوره كېږي او د شپې د عملياتو پرمهال د كورونو د تلاشۍ لپاره يو شمېر مېرمنې هم دغې قطعې ته جذب شوې دي.
