تازه خبرونه

د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به پر طالبانو هوایي بریدونه راوان ساتو – مریکا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۴۰۰)

 د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مککنزي د یکشنبې پر ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي؛  طالبانو خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی؛ نو دوی اړ دي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایي بریدونه روان وساتي.

د ده په خبره دوی به په اړینو مواردو کې له بهره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي.

مکینزي دغه راز ویلي چې افغان ځواکونه له سخت وضعیت سره مخ دي؛ خو د دې وړتیا لري، چې خطرونه دفع کړي.

د امریکا سمندري جنرال کېنیت فرانک مککنزي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې؛ امریکا په تېرو څو ورځو کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ هوایي بریدونه ډېر کړي او مونږ چمتو یو، چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره په راتلونکیو اوونیو کې خپل ملاتړ پراخه او روان وساتو.

هغه زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو به د جګړې په ډګر کې د امریکا ملاتړ روان وي.

مککنزی، چې په سیمه کې د امریکا د مرکزي قومندې رهبري کوي؛ یوې پوښتنې ته، چې آیا امریکایي ځواکونه به د اګست پر ۳۱ د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هم هوایي بریدونه کوي؛ له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

هغه یو ځل بیا ویلي، چې د طالبانو اوسنی تاوتریخوالی د منلو ندی او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو یوازنۍ لار د سولې خبرې دي.

مککنزي له ولسمشر غني سره هم کتلي او له نوموړي سره یې په خبرو کې ټینګار کړی، چې له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ روان ساتي.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ تېر ماښام اشرف غني د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) له قومندان جنرال مککنزي سره وکتل او دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي وه؛ امریکایي سرتېري به د سپټمبر تر پایه وباسي او په افغانستان کې به شل کلن بهرنی پوځي حضور پای ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version