تازه خبرونه
د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي
یاد وزارت دویچهوله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو د هڅو دوام د افغان وګړو د ایستلو د بهیر لپاره اړینې دي؛ ځکه همدا استازولۍ اړین سفري اسناد صادروي.
یاد وزارت دویچهوله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې برلین د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پراخولو هڅې کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکسانډر ډوبرینډت، وړاندیز کړی، چې هره میاشت افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد لپاره درې چارټر الوتنې ترسره شي او ترڅنګ یې انفرادي ایستل هم د سوداګریزو الوتنو له لارې دوام ومومي.
که څه هم جرمني اسلامي امارت پر رسمیت نهپېژني، خو دا مهال په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د افغانستان کونسلګري دواړه د اسلامي امارت د استازو لهخوا اداره کېږي.
د دویچهوله د راپور له مخې؛ د جرمني حکومت تائید کړې، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت څلور نور ډیپلوماټان هم دغه هېواد ته ولاړ شي.