تازه خبرونه

د افغان کرکت ملي لوبډلې غړی نجیب تره کی په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره کی په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله ټپي شوی دی.

د نوموړي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د افغانستان کرکت بورد ویلي، چې نجیب ترکی د جمعې پر شپه په بیړه روغتون ته ولیږدول شو او تر بېړنيو عملیاتو لاندې ونیول شو.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې نوموړی له عملیاتو وروسته هم له ښه روغتیایي حالته برخمن ندی.

کرکت بورد ټینګار کړی، چې د نجیب تره کي د رغیدو لپاره به په ننګرهار کې ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.

دې ادارې زیاته کړې، چې له اړوند چارواکو سره اړیکې نیول شوي، چې له روغتیایي کتنو وروسته به نجیب تره کی به ژر تر ژره کابل یا بهر ته د درملنې لپاره ولیږل شي.

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې یوه ځانګړې طبي ډله د نجیب تره کي د درملنې او ارزونې لپاره دې ولایت ته استول شوې ده.

د شنبه پر سهار اصغر افغان، کریم خان صدیق او یو شمېر نور ملګري د نجیب تره کي پوښتنې ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تکړه لوبڅار بسم الله جان شينواری نن شنبه د ننګرهار ولایت دغني خېل ولسوالۍ په موتربم بريد کې له خپلو نورو خپلوانو سره ټپي شوی دی.

ویل کیږي،ې په دغه بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي او له ۳۶ ډېر نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version