تازه خبرونه
د افغان کډوالو د باعزته راستنېدا زمینه دې برابره شي – محمد نعیم
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان کډوالو د جبري ایستلو، د داخلي بېځایه شویو کورنیو د وضعیت او د بشري همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مالیي او اداري مرستیال محمد نعیم د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د عمومي رییس د دفتر له رییس محمد عبدیکر سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان کډوالو د جبري ایستلو، د داخلي بېځایه شویو کورنیو د وضعیت او د بشري همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
محمد نعیم د کډوالۍ موضوع د بشري حقونو یوه جدي مسله وګڼله او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو د باعزته راستنېدا لپاره باید زمینه برابره شي.
دغه راز عبدیکر د هېواد پر کچه د امنیت تامینول، د مخدره توکو پر وړاندې بریالۍ مبارزه او پر اقتصادي بېخبناوو کارکول، له راستنېدونکو سره مسوولانه چلند او هر اړخیزې همکارۍ د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې دي.
هغه له راستنېدونکو سره مرسته کول یو ګډ انساني مسوولیت ګڼلی دی.
دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدا زیاته شوې ده.