تازه خبرونه

د افغان کډوالو پر وړاندې دې د پاکستانيو پولیسو ناوړه چلند ودرول شي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

Published

on

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له ګړندۍ کېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په دې اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د  بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د پاکستان سفارت چارسمبالي ویلي، چې د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوند ارګانونو سره شریکه کړي.

د اړوند څرګندونو له مخې؛ هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه جبري ایستل کیږي او افغانستان ته ننوځي، چې تر اوسه پورې په تېرو لس ورځو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

اسلام‌آباد ويلي، چې د امنیتي پېښو د کمولو لپاره د افغان کډوالو د شړلو هوډ لري؛ خو کابل وايي، چې افغانان د پاکستان په ناامنۍ کې ښکېل ندي.

ویل کیږي، چې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو پر کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version