تازه خبرونه
د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.
د ریاست الوزراء دفتر ويلي، چې د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د شوال پر اتهویشتمه، نههویشتمه او دېرشمه د افغانستان اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده پر مشرۍ ترسره شوه.
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.
په دې غونډه کې د چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له اړوند وزارتونو سره د همغږۍ له مخې په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کار د ګړندي کولو او همدارنګه په ټولو سکټورونو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره؛ یوه جامع طرزالعمل چمتو کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا طرزالعمل به د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته او بیا د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې غونډه کې د اقتصادي کمیسیون د لومړۍ ځانګړې غونډې د پرېکړو په اړه تعقیبي راپورونه وړاندې شول، چې د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د جمادي الاول پر درېیمه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه.
په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې له ښاري پلانونو سره سم طرزالعملونه رامنځته کړي، چې د دولتي ځمکو د ملکیتونو پلور او وېش او همدارنګه د ودانیو کرایه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د همدې هدف لپاره کمیټې په دوهیمه غونډه کې د ارزونې لپاره تدوین شوی طرزالعمل وړاندې کړ، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د شیخ هبةالله اخوندزاده دفتر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.
د دغه طرزالعمل له مخې؛ هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او ودانیزې چارې یې پيل کړي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته اړینې ځمکې انتقال کړي. د دې پرېکړې د پلي کولو په اړه پورته ذکر شویو وزارتونو په دوهیمه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړ، چې له مخې یې په ډېری ولایتونو کې ۸۰ زره جریبه ځمکه لېږدول شوې ده او په یو شمېر ولایتونو کې به دا بهیر ډېر ژر بشپړ شي، چې له دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکې د کمښت ستونزه حل شي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د انساني، حیواني، کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي طرزالعملونه جوړ کړي. دې کميټې دا طرزالعملونه چمتو کړل او د ارزونې لپاره یې وړاندې کړل، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
د یادونې ده، چې د اقتصادي کمیسیون په لومړۍ غونډه کې د شویو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوند وزارتونو او ادارو خپل راپورونه د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړل.