تازه خبرونه
د اقتصاد او اتصال پر مرکز د افغانستان د بدلولو عملي هڅې روانې دي – امیر خان متقي
امیر خان متقي په دې ناسته کې ویلي؛ د ترکمنستان له هېواد سره پر ځینو لویو پروژو( ټاپي، اوسپنې پټلۍ او برښنا لېږد ) کار روان دی، چې د افغانستان پر اقتصاد به پراخ او مثبت اغېز ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ټاپي او افغان – ترکمن د اقتصادي دهلیز او انرژۍ د لېږد پروژو د عملي چارو پېلېدو ته د چمتووالي په ناسته کې ویلي، چې د اقتصاد او اتصال پر مرکز د افغانستان د بدلولو لپاره عملي هڅې روانې دي.
امیر خان متقي په دې ناسته کې ویلي؛ د ترکمنستان له هېواد سره پر ځینو لویو پروژو( ټاپي، اوسپنې پټلۍ او برښنا لېږد ) کار روان دی، چې د افغانستان پر اقتصاد به پراخ او مثبت اغېز ولري.
هغه وایي: ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګاز نللیکه ده؛ ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومټره دی، چې تر اوسه پورې ۲۱۴ کیلو مټره په ترکمنستان کې رغول شوې او پاتې کار یې له دې وروسته پیلیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ټاپي نللیکه به په کلني ډول ۳۳ میلیارډ مټر مکعبه ګاز ولېږدوي، چې ۵ میلیارډ مټر مکعب به په افغانستان کې او پاتې ۱۴ – ۱۴ میلیارډ مټر مکعب ګاز په پاکستان او هندوستان کې ولګول شي.
امیرخان متقي وایي: د ټاپي نللیکې ټول لګښت ۱۰ میلیارډ ډالر اټکل شوی؛ هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیون امریکایي ډالر افغانستان ته د ټرانزیټ فیس په توګه ورکول کیږي. دا نللیکه به افغانانو ته د رغولو پرمهال او وروسته د عملیاتي کېدو پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه دندې په مستقیم او غیر مستقیم ډول رامنځته کړي.
دغه راز وایي؛ افغانستان به وکولی شي له ګاز څخه پر ګټه اخیستنې سلګونه میګاواټ برښنا هم تولید کړي، چې ورسره به د افغانستان ملي بودجې ته هر کال سلګونه میلیون ډالر جذب شي. د برښنا او ګاز له راتګ سره زمونږ داخلي صنعت او تولیدات هم ښه وده کولی شي. دا پروژه په سیمه کې د افغانستان د اقتصاد محوره سیاست او اقتصادي اتصال تر ټولو څرګنده او کامیابه بېلګه کېدلی شي.
هغه وایي: تاسې ته معلومه ده، چې افغانستان اوس ولسونو ته ګاز نلري او خپل دومره تېل هم نلري، چې ټولوته بسنه وکړي. د برښنا په برخه کې هم ستونزې شته؛ نو د ګازو راتګ به په څو برخو کې خپل مثبت اغېز ولري؛ لومړي دا، چې ټوله نړۍ له اقلیمي بدلون سره مخ ده او د هغو لوی اغېز دادی، چې د ځمکې پر سر ځنګلونه او شنه بوټي وهل کیږي، چې په پایله کې یې سیلابونه ډېریږي او هم هوا بدلون مومي؛ نو که ګاز د افغانستان خلکو ته ورسیږي د افغانستان ځنګلونه او بوټي به خوندي شي. سر بېره پر دې ګاز له تېلو او لرګو ورته ارزانه تمامیږي.
نوموړي ټینګار کړی: دا لویه پروژه د نړۍ څلورمهمې سیمې سره نښلوي، چې دا نه یوازې سیاسي اغېرې لري، بلکې ډېرو کسانو ته ورسره کاري زمینه هم برابریږي، دغه باارزښته پروژه اوس د پیلېدو په حال کې ده او دواړه لوري ورته چمتو دي. ډېر ژر به د دې پروژې د پیلېدو خبر تر لاسه کړو.
دغه راز هغه ویلي؛ بله د اوسپنې پټلۍ پروژه ده، دا پروژه له تورغونډۍ څخه هرات ته غځول کیږي. بیا به وروسته همدا پټلۍ کندهار، بولډک او چمن ته وغځول شي، چې ورسره به نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه له نورو هېوادونو سره ونښلول شي.
امیر خان متقي وایي؛ همدارنګه به له دې پټلۍ سره د اربکستان پټلې هم ونښلول شي.
دغه راز امیر خان متقي د برښنا پروژې په اړه ویلي: دا دوه برخې لري؛ یوه هغه برښنا ده، چې اوس افغانستان ته راغلې او په هرات کې وېشل شوی ده. څرنګه، چې دا برښنا کمزرورې ده؛ نو د نور الجهاد سب تټیشن له فعالېدو سره به د برښنا وېش زیات شي.
همدارنګه څرګندوي؛ بله له دې سره تړلې د ټاپ ۵۰۰ میګاواټه برښنا ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کیږي.
امیر خان متقي وايي: دا ډول لویې پروژې افغانستان له سیمې سره او سیمه له افغانستان سره نښلوي او ګټې مو ورسره تړل کیږي او یو بل ته به له زیان رسولو لاس واخیستل شي.
ویل کیږي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه نړیوال بانک چمتووالی ښودلی او له ترمز څخه افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ به هم له دې نورو سره ونښلول شي او ډاډه یوو، چې افغانستان د اقتصاد او اتصال پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.
