سوداگري
د اقتصاد وزارت چارسمبالي د هېواده له بهر مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل
Last Updated on: غویی ۲, ۱۴۰۴
د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف په جرمني، فرانسې، ایټالیا، بریټانیا، کاناډا او امریکا کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو او کارپوهانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه بحث او خبرې شوې دي.
افغان سوداګرو او کارپوهانو له امنیتي وضعیت څخه خپل رضایت څرګند کړ او د اسلامي امارت اقتصادي پروګرامونه یې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اړین وګڼل.
دین محمد حنیف په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د شته فرصتونو او آسانتیاوو پر تشریح کولو له ټولو بهر مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل، چې له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي.