تازه خبرونه

د المان د بهرنيو چارو وزير: د كابل واشنګټن امنيتي تړون زمونږ د ټولو اروپايي ملګرو لپاره مهم دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، افغان ولسمشر ليواله دى، چې له امريكا سره له ټاكنو مخكې امنيتي تړون لاسليك كړي. ده زياته كړه، چې د تړون د لاسليك لپاره د افغان ولسمشر حامد كرزي شرطونه لاپرځاى دى خو په دې اړوند خبرې لاهم روانې دي.

د كابل واشنګټن د امنيتي تړون پر سر د لانجو په لړ كې د المان د بهرنيو چارو وزير كابل ته راغلى دى.

د المان د بهرنيو چارو وزير فرانك والتر شتاين ماير وايي، په افغانستان كې د الماني سرتېرو برخليك د كابل واشنګټن د امنیتي تړون سره تړلى دى.

د المان د بهرنيو چارو وزير د كابل واشنګټن امنيتي تړون نه يوازې د امريكا لپاره بلكې، زمونږ او زمونږ د ټولو اروپايي ملګرو لپاره مهم دى. كه تړون لاسليك نه شي، له افغانستان سره به زمونږ مرستې بندې شي او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې زمونږ يو سرتېرى هم پاتى نه شي.

ښاغلى ماير په دې باور دى، چې په افغانستان كې د سولې د خبرو عملي پېل د دغه هېواد د حالاتو په ښه كېدو كې مرسته كولى شي.

نوموړی همدارنګه وایي، د افغانانو لپاره ملي روغه جوړه ډېره مهمه ده. له وسله والو طالبانو سره د سولې له خبرو پرته ښايي دغه هېواد له كړاوونو سره مخامخ شي. زه تمه لرم، چې د افغانستان راتلونكى حكومت به هم د نړيوالې ټولنې د همكاريو غوښتنه وكړي.

په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني وايي، كه څه هم د امنيتي تړون لپاره د افغان ولسمشر حامد كرزي شرطونه پر ځاى دي، خو نوموړى ليواله دى، چې له ټاكنو مخكې دا تړون لاسليك كړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاډ څرګند كړ، چې راتلونكې ټاكنې به پر خپل وخت كېږي او افغان ځواكونه د ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره تيار دي.

Trending

Exit mobile version