پرمختګ او بشپړتیا
د الکترونیکي تذکرو د وېش پر وړاندې د حقوقي ستونزو د حل سپارښتنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشر محمد اشرف خپل دوه یم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلې، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش پر وړاندې موجوده حقوقي ستونزې حل کړي.
د الکترونیکي تذکرو د وېش اداري رییس همایون محتاط وایي، چې د دغو ستونزو له حل وروسته به د تذکرو د وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي.
ولسمشر غني تېره سې شنبه د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو د پېژندګلوۍ په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د تذکرو د وېشلو ستونزه دې ژر تره ژر حل شي.