نړۍ

د اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه

نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.

Published

on

 

د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماټه لانا نصیبه د چارشنبې پر ورځ( د تلې نهه‌ویشتمه د اوکټوبر یوویشتمه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته د رسېدا لپاره سیالۍ ته نومانده شوه.

نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.

هغې د خپلې نوماندۍ له رسمي اعلان لږ مخکې ویلي: « … نن داسې عمومي منشي ته اړتیا لرو، چې د څو اړخیزې همکارۍ پر راتلونکي او د ستونزو د اواري لپاره د ملګرو ملتونو پر رول بیا ټینګار وکړي؛ نه داسې بنسټ، چې یوازې د نړۍ کړکېچونه ننداره کوي.»

۴۸ کلنه نصیبه، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیره ده؛ په وروستي پړاو کې دې سیالۍ ته رسمي ننوته.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا په غیررسمي نظرپوښتنه کې د کوسټاریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې ربیکا ګرینسپن له لږ توپیر سره لومړی ځای خپل کړی و، خو ګرینسپن په غیررسمي نظرپوښتنو کې مخکښه وه؛ هغې او نورو ټولو نوماندانو تېره اوونۍ د امنیت شورا د پېنځه دایمي او پرېکړه کوونکو غړو( بریټانیا، چین، فرانسې، روسیې او امریکا) لږ تر لږه دوه مخالفې رایې ترلاسه کړې.

د امنیت شورا غړي په دې سلا مشورو بوخت دي، چې بله نظرپوښتنه د جمعې پر ورځ ترسره کړي او که یې بل وخت ته وځنډوي.

نصیبه وایي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د وروستۍ ناستې پر مهال څو هېوادونو ترې غوښتي، چې د عمومي منشي څوکۍ ته ځان نومانده کړي. هغې له دې مخکې د امنیت شورا د غړیتوب لپاره د متحده عربي اماراتو د بریالۍ هڅې مشري هم کړې وه. په نیویارک کې ډیپلوماټان هغه وړ مدیره بولي.

هغې ویلي: « نن دا لیدلوری شته؛ ملګري ملتونه داسې کس ته اړتیا لري، چې د نسلونو بدلون رامنځته کړي.»

په ملګرو ملتونو کې د نصیبې کاري دوره په ۲۰۲۳ز.کال کې د غزې د جګړې له پیل سره هم‌مهاله وه. هغې په هغه وخت کې د دوه زره اووه‌سوه‌شلم پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره هڅې وکړې؛ دې پرېکړه‌لیک غزې ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړه.

نصیبې ویلي؛ د دغه پرېکړه‌لیک د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې د امنیت شورا د غړیو رفح سرحدي دروازې ته د سفر زمینه برابره کړه، چې هغوی وضعیت له نږدې وویني. هغې دا اقدام د «نوښتګرې او عمل‌پالې ډیپلوماسۍ»  تګلارې یوه برخه بللې ده.

Trending

Exit mobile version