تازه خبرونه

د امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو د ولسي جرګې یو شمېر غړیو غبرګون څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې نن (سې شنبه د لیندۍ ۴) د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د نوماند وزیرانو د پروګرام اوریدل وځنډول.

د ژنیو ۲۰۲۰ کنفرانس په څنډه کې امرالله صالح په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي په دې اړه ویلي وه، چې: د ولسي جرګې د ځینو غړیو تر منځ فساد ډېر دی. تر دې دمه افغانستان  بریالی شوی ندی، چې د پارلمان غړي محکمې ته راکاږي.

امرالله صالح زیاته کړې: دا یو هېر شوی کار دی. تر دې دمه وزیران، جنرالان، مشران او یو شمېر سیاستوال پر فساد تورن شوي؛ خو د پارلمان غړيو په فساد کې د ښکېلتیا له کبله کومه بیه نده پرې کړي.

د ولسي جرګې غړیو ګواښ کړی؛ تر هغې، چې د ولسمشر لومړی مرستیال په دې اړه سپیناوی ونکړي؛ د نوماند وزیرانو د پلانونو د اوریدو عمومي غونډه او د راتلونکي کال د بودجې تصویب به هم ځنډېدلی وي.

Trending

Exit mobile version