تازه خبرونه
د امربالمعروف وزیر په افغانستان کې د شریعت پر بشپړ تطبیق ټینګار څرګند کړ
نوموړي ویلي؛ د اسلامي نظام معنا دا ده، چې شریعت په بشپړ ډول تطبیق شي، له مظلوم څخه دفاع وشي، عدالت ټینګ شي او خلک پر دین برابر وروزل شي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي په هرات ولایت کې د لویدیځو ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او د رسنیو له استازو سره په ناسته کې د شریعت پر بشپړ تطبیق، د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د خلکو پر دیني او ټولنیزو مسوولیتونو ټینګار وکړ.
نوموړي ویلي؛ د اسلامي نظام معنا دا ده، چې شریعت په بشپړ ډول تطبیق شي، له مظلوم څخه دفاع وشي، عدالت ټینګ شي او خلک پر دین برابر وروزل شي.
هغه زیاته کړې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د کوم وزارت یا نظام قانون نه، بلکې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم قانون دی او د هغه پلي کول یوازې د وزارت او محتسبانو دنده نه، بلکې د هر مسلمان ګډ مسوولیت دی.
د امر بالمعروف وزیر دیني عالمانو ته په خطاب کې څرګنده کړې، منبر د دعوت، اصلاح او بدلون ځای دی او علما مسوولیت لري، چې د همدې لارې ټولنې ته د حق لار وښيي او خلک اصلاح کړي.
هغه وایي، چې د ټولنې اصلاح هغه مهال رامنځته کېږي، چې له منبره د حق غږ پورته شي.
محمد خالد حنفي ویلي: هغو کسانو، چې پخوا یې د بهرنیانو پر ملاتړ پر ښځو او بېګناه خلکو ظلمونه کول؛ نن د ښځو د حقونو خبرې کوي. حال دا، چې اسلامي نظام د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو او کرامت تر ټولو ښه ساتونکی دی.
هغه زیاته کړې، په نړۍ کې داسې کسان شته، چې په فساد، ظلم او د انساني ارزښتونو خلاف کړنو ویاړي؛ خو دیني عالمان باید پر دې وویاړي، چې د الهي احکامو د پلي کېدا زمینه برابره شوې او د دیني ارزښتونو د ټینګښت لپاره ترې همکاري غوښتل کېږي.
د امر بالمعروف وزیر وایي، چې د دې وزارت د قانون هره ماده د شریعت پر بنسټ جوړه شوې او موخه یې د هېوادوالو د حقونو خوندي کول دي.
د هغه د څرګندونو له مخې: هغه نړیوال، چې د وزارت پر کړنو نیوکې کوي او د مخنیوي هڅه یې کوي؛ په حقیقت کې له دیني احکامو سره ستونزه لري.
هغه د رسنیو له مسوولینو هم وغوښتل، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون لومړی پر ځان او خپلو همکارانو عملي کړي او بیا یې د خپلو رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، رسنۍ په اوسني وخت کې د منبر رول ترسره کوي او په دې برخه کې خپل مسوولیت باید ادا کړي.
مولوي محمد خالد حنفي همداراز څرګندوي: هغه کسان، چې د امریکا ترڅنګ یې د مسلمانو ښځو او میندو د بمبارډ، لوټ او بېعزتۍ ملاتړ کاوه؛ نن د شریعت د پلي کېدو په اړه د ښځو د حقونو خبره کوي. حال دا، چې اسلام د بشري حقونو اصلي او غوره مرجع ده.
هغه د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې ګواکې د امر بالمعروف محتسبان په هرات کې ښځې بندیانوي وویل؛ استخباراتي کړۍ د افواهاتو پر خپرولو د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.
نوموړي له دیني عالمانو، قومي مخورو او د رسنیو له استازو وپوښتل، چې آیا دوی په خپله داسې کومه پېښه لیدلې ده؟ هغه زیاته کړې، چې دا ډول تبلیغات د مخالفانو بېدلیله ادعاوې دي او له حقیقت سره تړاو نهلري.