سیمه ییز خبرونه

د امريكا امنيتي چارواكو ځينې لرغوني آثار د افغانستان سفارت ته وسپارل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امريكا د افغانستان څو لرغوني آثار په واشنګټن كې د دې هېواد سفارت ته وسپارل. په واشنګټن كې د افغانستان د سفارت مسئولين وايي، په وروستيو څو لسيزو كې د افغانستان زيات آثار نوروهېوادونو ته قاچاق شوي دي.

په امريكا كې د افغانستان د سفارت مسئولين وايي، د امريكا امنيتي چارواكو د افغانستان ځينې لرغوني آثار دوی ته سپارلي دي، چې په ۲۰۱۱ كال كې له غېر مسئوله افرادو څخه تر لاسه شوي وو.

په امريكا كې د افغانستان فرهنګي اتشه احمد فريد حيدري وايي، ور سپارل شوي آثار پنځمې، اتمې او اوومې پيړۍ ته ورگرځي.

په  امريكا كې د افغانستان سفير اكليل حكيمي وروسته له دې، چې له امريكايي موظفينو یی دا آثار واخيستل، هغوی ته یی ځينې ډالۍ وركړې.

د هغه په وېنا، دا آثار به ژر د يوه ځانګړي پلاوي تر نظر لاندې افغانستان ته ولېږدول شي څو ملي موزيم ته وسپارل شي.

دا څلورم ځل دى، چې امريكا د افغانستان پخواني آثار د دې هېواد چارواكو ته سپاري.

Trending

Exit mobile version