سیمه ییز خبرونه

د امريكا او ولسمشر حامد كرزي ناندرۍ د افغانستان په ګټه ندي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د سياسي ګوندونو او ائتلافونو د همكارۍ شورا د امريكا او ولسمشر حامد كرزي ناندرۍ د افغانستان په ګټه نه ګڼي. د دغه شورا غړي وايي، سياسي ګوندونه او د افغانستان خلك تر هغه پورې د ولسمشر حامد كرزي په خبرو باور نه لري ترڅو يې، چې په ملي شورا كې ثابته كړې نه وي.

پر واشنګتن د افغان ولسمشر حامد كرزي تندو نيوكو د ملي او نړيوالو رسنيو پاملرنه خپله كړې ده.

حامد كرزي يوه اوونۍ وړاندې په خپله وېنا كې په امريكا تور ولګاوه، چې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پټې خبرې كوي او د افغانستان كانونو ته د رسېدو په اړه يې د امريكا له غوښتنې پرده پورته كړه.

د افغانستان د سياسي ګوندونو او ايتلافونو شورا په كابل كې د يوې ناستې په ترڅ كې د ولسمشر حامد كرزي دا څرګندونې د افغانستان په ګټه ونه بللې.

د ګوندونو او سياسي ايتلافونو د همكارۍ شورا غړى عبدالولي فايض د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې ژر ترژره د ټاكنو قانون تصويب كړي.

د سياسي ګوندونو او ائتلافونو شورا په داسې حال كې پرواشنګتن د ولسمشر كرزي په نيوكو اندېښنه ښيي، چې سپينې ماڼې ويلي د ولسمشر حامد كرزي دا څرګندونې به د ا فغاسنتان په اړه د امريكا په سياست كې بدلون رانه ولي.

Trending

Exit mobile version