تازه خبرونه

د امريكا دفاع وزارت د امنيتي سند د لاسليك غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا دفاع وزارت د افغانستان له نوي ولسمشره غواړي، چې واك ته له رسيدو وروسته له امريكا سره امنيتي سند لاسليك كړي.

د پنتاگون وياند ستيف وارن وايي، د افغانستان نوى ولسمشر بايد له واشنگتن سره د دوه اړخيز امنيتي سند د لاسليك لپاره پرېكړه وكړي.

د نوموړي په وينا، د امريكا دفاع وزارت غواړي، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې امريكايي پوځيان حضور ولري.

دى زياتوي، د امريكا دفاع وزارت به د افغانستان نوى ولسمشر وهڅوي، چې ژر له امريكا سره امنيتي سند لاسليك كړي.

د امريكا دفاع وزارت همدا راز د افغانستان ټاكنې تاريخي او د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه بولي او افغان ځواكونه ستايي، چې د ټاكنو امنيت يي خوندي كړى و.

Trending

Exit mobile version