سیمه ییز خبرونه

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت: د ملا عمر له دې خبرې سره موافق نه يو، چې ځانونه د جګړې ګټونكي بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امريكا يو ځل بيا په افغانستان كې د رڼو او معتبرو ټاكنو په تر سره كېدو ټينګار وكړ او له افغانانو يي وغوښتل، چې په دې دموكراتيك بهير كې پراخ ګډون وكړي. د امريكا د بهرنيو  چارو وزارت همدا راز وايي، د طالبانو د مشر ملا عمر له دې خبرو سره هوكړه نه لري، چې وايي، طالبان د جګړې ګټونكي دي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياندې همدا راز د پاكستاني رسنيو دا رپور نه رد او نه هم تائيد كړ، چې ويلي يي دي، امريكا له پاكستان سره طالبانو ته په كوم بل هېواد كې د دفتر د پرانيستو په باب خبرې كوي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، دوی په افغانستان كې له معتبرو ټاكنو ملاتړ كوي او له ټولو افغانانو غواړي، چې په دې ټاكنو كې برخه واخلي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جينفر ساكي ووېل:

مونږ ټول افغانان كه هغه ښځې دي او كه نارينه، هڅوو، چې د نوماند، رايه وركوونكي، څارونكي او د ټاكنو د اداره كوونكي په توګه په دې بهير كې برخه واخلي، څو په دغه دموكراتيك بنسټ كې خپل استازيتوب تضمين كړي.

هغې د ملا عمر وروستۍ وېنا ته په اشارې سره وويل، مونږ دا بيانيه ليدلې، او افغانانو ته د ملا عمر له وروستي پيغام خبر يو او د هغه له دې خبرې سره موافق نه يو، چې ځانونه د جګړې ګټونكي بولي.

هغې همدارنګه وویل، مونږ د ملا عمر له دې خبرو سره موافق نه يو چې وايي، د خالد بن وليد په عملياتو كې بريالي شوي دي. هغه همدا راز په خپل پېغام كې ويلي، طالبان په افغانستان كې د يوه پراخ بنسټه حكومت د جوړېدو لپاره له افغانانو سره تفاهم باندې باور لري. مونږ هم په افغانستان كې د يوه پراخ بنسټه حكومت غوښتونكي يو. دا چې د افغانستان خاوره د يوه بهرني هېواد له خوا ونه كارول شي، زمونږ تلپاتى هدف دى.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دوحې كې طالبانو ته د دفتر د پرانيستو موخه د افغانستان د سولې په پروسې كې د رول لوبول دي، څو له دې هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو وتلو ته لار هواره كړي.

Trending

Exit mobile version