سیمه ییز خبرونه
د امريكا د دفاع وزارت وياند: د بګرام زندان د زندانيانو نومونه محرم دي او خپرېدل يې امكان نلري
د امريکا په کانګرس کې جمهوريت غوښتونکي هڅه کوي د هغو ٧٢ بنديانو د نومونو ليست ترلاسه کړي، چې په وروستيو کې يې ولسمشر حامد کرزي له بند څخه د خوشې کېدو امر کړى دى.
د امريکا د استازو په جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر بوک مک کيون وايي، امريکايان حق لري پوه شي، هغه کسان چې کابل يې د خوشې کېدو تکل کړى، ايا رښتيا هم د امريکا امن ته ګواښ پېښوي که څنګه؟
امريکا د کانګرس د استازو جرګې جمهوريت غوښتونکي غړي هڅه کوي، د هغو ٧٢ افغان بنديانو د نومونو ليست ترلاسه کړي، چې ولسمشر حامد کرزي يې له بګرام يا پروان زندان څخه د خوشې کېدو امر کړى دى.
د پوځي خدماتو د کمېټې مشر بوک مک کيون وويل، که څه هم د امريکا له دفاع وزير چک هېګل څخه يې د دغو کسانو د نومونو د ليست غوښتنه کړې وه، خو دغه وزارت لا هم دغه نومونه نه دي افشا کړي.
د امريكا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي، چې د بګرام زندان د زندانيانو نومونه محرم دي او خپرېدل يې امكان نلري.
د پنجشنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۹ ) د افغانستان د جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې د ولمسمشر کرزي له قوله وويل شول، چې د بګرام زندان د ٨٨ بنديانو له ډلې د ٧٢ تنو په اړه داسې اسناد نه شته، چې د دوى جرم ثابت کړي.