سیمه ییز خبرونه
د امريكا د دفاع وزير د بګرام زندان د مسئوليتونو د لېږد لپاره يوه اوونۍ وخت غوښتى دى
د امريكا دفاع وزير له افغان ولسمشر سره په يوې ټيلفوني اړيكه كې د بګرام زندان د مسئوليتونو د پوره لېږد لپاره د يوې اوونۍ وخت غوښتى دى.
كه څه هم افغان ولسمشر دوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې د د دريم كاري كال د پرانيستې پر مهال ويلي وو، چې تر يوې اوونۍ پورې به د بګرام زندان په پوره ډول افغان دولت ته وسپارل شي، خو د دوه اوونيو په تېريدو سره هم دغه زندان افغان امنيتي ځواكونو ته ونه سپارل شو.
په همدې وخت كې د امريكا د دفاع وزير چك هيګل له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په ټيلفوني اړيكه كې له نوموړي غوښتي، چې د دغه زندان د مسئوليتونو د لېږد لپاره دې يوې اوونۍ وخت نور هم وركړل شي.
اسوشتيد پريس خبري اژانس په خپل رپوټ كې د پنتاګون د وياند په حواله ليكلي، چې دواړه خواوې به تر راتلونكې يوې اوونۍ پورې را مينځ ته شوى كړكېچ هوار كړي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد او سیایي کارپوه جاوېد کوهستانی وايي:
د بګرام زندان د مسئوليتونو د لېږد لپاره يوه اوونۍ وخت افغان حكومت ته د دغه زندان په سپارلو هېڅ اغېز نه لري.
بل خوا د افغانستان د عالمانو شورا هم خبردارۍ وركړى، چې كه امريكايي ځواكونه دغه زندان افغان حكومت ونه سپاري نو له دوى سره به د ېرغلګرو ځواكونو په شان چلند وكړي.
بل خوا افغان ولسمشر د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د عمومي قوماندان سره هم خبرې كړي، خو كومې پاېلې ته نه دي رسېدلي.
ويل كېږي، چې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جوزيف دنفورډ ويلي، چې افغان امنيتي ځواكونو ته به د بګرام زندان سپارل د افغانستان جګړې ته خطرناك ووسي.