سیمه ییز خبرونه
د امريكا د كانګرس غړی: اسلام آباد باید له افغانستان او امريكا سره صادقانه همكاري وكړي
د امريكا د كانګرس ځيني غړي وايي، امريكا نه غواړي افغانستان يو ځل بيا د وسله والو طالبانو او القاعدې په مركز بدل شي. دوى وايي، افغانستان بايد په خپلو پښو و درېږي او د ښځو حقونه بايد خوندي شي.
د امريكا د كانګرس غړى چارلي دنت وايي:
د كابل او امريكا د امنيتي تړون د لاسليك ځنډول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.
دى هيله څرګندوي، چې كابل او واشنګټن به په افغانستان كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د امريكايي او نړيوالو سرتېرو د پاتې كېدو لپاره يوې هوكړې ته ورسېږي.
د امريكا د كانګرس غړى چارلي دنت همداراز ووېل، زه هيله لرم، چې امريكا او افغانستان به يوې هوكړې ته ورسېږي. پوهېږو، چې پرمختګونه شوي دي، خو امريكا غواړي افغانستان په خپلو پښو و درېږي.
د هغه په وېنا امريكا نه غواړي افغانستان يو ځل بيا د وسله والو طالبانو او القاعدې لپاره په امن مركز واوړي.
نوموړى د اسلام آباد لخوا افغانستان او امريكا ته د متوجې ګواښونو يادونه كوي او زياتوي، چې اسلام آباد ته په كار ده، چې له افغانستان او امريكا سره صادقانه همكاري وكړي.
هغه همدارنګه وایي، زمونږ خپل امنيت هم مهم دى. ټول پوهېږي، چې د طالبانو په دوران كې له مونږ سره څه وشول او څنګه په افغانستان كې د القاعدې لپاره مركزونه جوړ شول. البته د اسلام آباد لخوا هم كابل ته ګواښونه متوجه دي. پاكستان بايد پوه شي، چې امنيت يې يوازې د هند له مسايلو سره ندى نغښتى بلكې له افغانستان سره هم ارتباط لري. پاكستان بايد له مونږ سره همكاري وكړي، چې افغانستان كې خپلو سرتېرو ته اكمالات وكړو.
دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د كابل او واشنګټن امنيتي تړون جنجالي پړاو ته ننوتى دى. ځيني كارپوهان وايي، چې د افغانستان ثبات او له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون يو بل سره غوټه شوي مسايل دي.